پښتو ژبه

د افغانستان خلکو ته وینا

Emanuel Pastreich

د افغانستان خلکو ته وینا

د امریکا مسؤلیت او د افغانستان وړتیا

امانوئل پاسټریچ

دسمبر 7، 2028

کله چې ما د دې لپاره زړورتیا او زغم راټولول چې د یوې غوره امریکا د جوړولو هدف ته د رسېدو په لور پرمخ ولاړ شم، او د متحده ایالاتو د ولسمشر لپاره خپله درېیمه ټاکنیزه مبارزه پیل کړم؛ کله چې ما هڅه کوله چې هر ډول، حتی لږ، مثبت بدلون رامنځته کړم، د کندهار څلوېښت لوړې زینې پورته شم – هلته وم، په همدې فکرونو کې ورک شوم, هلته، د جګړې د راټولېدونکو تورې وريځې په منځ کې – نه! د هغه روحي او فکري تیارو په منځ کې چې بشریت ګواښي او زموږ د تمدن تر ټولو غوره برخې هم زهري او عسکري کوي – نو ناڅاپه، له هېڅ ځايه، د افغانستان د شنو درو او د واورو پوښلو څوکو انځورونه زما د سترګو مخې ته راڅرګند شول.

ولې داسې واه چې کله ما د غلطې ټیکنالوژۍ د وحشت له امله د تیارو سره مبارزه کوله، کله چې ما افسوس کاوه چې څنګه د امریکایانو روحونه د فوري غوښتنې د نارسیسټیک بوټ لخوا تر پښو لاندې شوي دي، په هغه وخت کې دا افغانستان و، د هغې پاک جهيلونه او کلي چې له لرغونو ډبرو څخه جوړ شوي وو – او همدارنګه، هغه وحشتناک عملونه چې په هغه عالي هیواد کې د امریکایانو لخوا ترسره شوي، امریکایان په ناپوهۍ او غرور کې ډوب وو، چې ما ته ښکاره شول.

زه هلته چوپ ناست وم، د خپلو ملګرو امریکایانو لخوا د اساسي اخلاقو د سپکاوي په اړه اوږد او سخت فکر کوم، او د خپلې ملت د پوځ هغه بې رحمه کړنې چې د مړو امپراتوریو په ښه توګه تر پښو لاندې شوې لاره یې وهلې وه.

دا وینا د افغانستان د هغو خلکو لپاره ده چې ډېر سخت ځورونه تیری کړي دي، او بیا هم یې هیله نه ده پریښې، په خپل زوړ حکمت سره یې عمل کړی او خپل کلي او خپلې عزتمنې کورنۍ یې ساتلي دي لکه څنګه چې دوی د اوږدې مودې راهیسې د هغو سپینو یخچالونو له غرو رابهېدونکو شفافو ویالو په غاړو یې نسلونه تېر کړي دي.

زه به د هغو مسخروونکي کسانو په اړه خبرې ونه کړم چې ځانونه د “محافظه کار” یا “پرمختللي” اصطلاحاتو سره خپل ځان احمقانه ښکاره کوي او یا یې په افغانستان کې د قتل عام پلان جوړ کړی او ترسره کړی، یا حتی غواړي چې د نورو وژنو او غلا لپاره بیرته راشي، او نه به د هغو خلکو په اړه هم خبرې ونه کړم چې په ساده ډول، خو په غلطه توګه، د حقیقت څېړل یې رد کړل، هغه حقیقت چې څه رښتیا پېښ شوي ول.  تاسو پوهیږئ چې تاسو څوک یاست.

دا وینا د امريکایانو لپاره دی چې اوریدل شي، مګر د دوی په پام کې نه دی ځکه چې امريکایان په دې باور دي چې دوی د هر څه مرکز دي.

هغه د انکار ورېځ چې د امریکايي ذهن شاوخوا تاو ده، دا حکم کوي چې هیڅ مستقیم عقلاني او منطقي استدلال د امریکایانو زړونو ته رسېدلای نه شي.

یوازینی لاره چې د امریکايي زړه ته ورسېږې، دا ده چې و دې اورېدل شي.

خو دا یو منطقی احساس لري چې د نوي امریکا په لور اوږد سفر، کوم چې یو جمهوري نظام دی او نه یو امپراتوري، چې د خپلواکۍ په اعلامیه کې تشریح شوي د امریکا په تجربه کې د ټولو مثبتو تجربو تازه تایید باید په افغانستان کې پیل شي، زموږ د دې اعتراف څخه چې د ټولو بهرنیو ځواکونو څخه د افغانستان د خلکو لخوا د ریښتینې خپلواکۍ هیله، په شمول د متحده ایالاتو، زموږ د خپلواکۍ او آزادۍ د خپلو دودونو سره په بشپړ ډول مطابقت لري.

خو لومړی، موږ باید د غمجن پیل سره مخ شو، د دوزخ له لارې اصلي سفر، اصلي ګناه، چې په هغه وخت کې پیل شوه کله چې متحده ایالاتو، چې د تیرو سلو کلونو لپاره یې د نړیوالتوب سره لوبې کولې، پریکړه وکړه چې لومړی به د امپراتوري تسلط په بې رحمه حوض کې ډوب شي.

زه د 2001 کال د اکتوبر د 7 نېټې هغه پېښې ته اشاره کوم چې د امریکا یرغل په افغانستان پيل شو. هغه عمل، چې پر موږ باندې د هغو ځواکونو لخوا تحمیل شو چې د دروغو د یوې پیچلې حلقې سره یوځای شوي وو او دومره پټ وو چې زما لپاره به یې په سمه توګه د افشا کولو لپاره یو څو نورو ویناوو ته اړتیا وي، یوازې د هغو وحشتونو وروستۍ پړاو و چې په افغانانو باندې اچول شوي وو چې ډیری وختونه د فارسیانو څخه تر مغولو پورې، له برتانویانو څخه تر روسانو پورې د بهرنیو امپراتوریو قرباني شوي دي.

د افغانستان ګران خلکو، زه له تاسو سره په مستقیم ډول خبرې کوم د هغه وحشیانه یرغل په اړه چې زما هېواد پر ستاسو هېواد ترسره کړ. نورو هېوادونو هم په افغانستان سخت ظلمونه کړي دي، خو د هغو ګناهونو یادول زما دنده نه ده. زما دنده دا ده چې د متحده ایالاتو په اړه خبرې وکړم، هغه هېواد چې د خیر او شر له یوه کږه او ګډوډ ترکیب څخه جوړ دی، او زه به د هماغه هېواد مشر شم.

متحده ایالات ستاسو پر هیواد یرغل وکړ، ستاسو خلک یې ووژل، ښځې او ماشومان یې په بازار کې ووژل، او ستاسو هېواد یې شل کاله بې دلیله تر اشغال لاندې وساته، هغه جګړه چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وه.

موږ ستاسو ځمکه په یورانیمو ککړه کړه، یو ناوړه ماده چې د راتلونکو نسلونو لپاره به بې ګناه خلک معیوب کړي. موږ ستاسو په کلیو کې کلسټر بمونه وغورځول، ځینې یې داسې جوړ شوي وو لکه د ماشومانو د لوبو، څو ماشومان ورته راجلب شي. موږ د افغانستان د قبیلو ترمنځ شخړې رامینځته کړې چې هیڅکله باید نه وای پیښ شوي، او دا ټول مو د خپلو مغرورو او ځانغټو پلانونو لپاره وکړل، د افغانستان د ملکیت په توګه، د افغانستان د یوې مهرې په توګه د خپلې نوې نړیوالې امپراتورۍ په تخته کې.

شاید دا ډیر دقیق وي چې ووایو چې دا امریکایی څو ملي بانکونه او څو ملي شرکتونه وو چې غوښتل یې افغانستان ونیسي – خو بیا هم، نن زما دنده دا ده چې دا شیطاني پلان په ټولو اړخونو کې د خپل ګډون لپاره بخښنه وغواړم.

موږ ستاسو د نازکو کلتورونو یا ستاسو د کورنۍ او دود سره د مینې په اړه هېڅ فکر نه کاوه. موږ د لیتیم او نادره ځمکنیو عناصرو زیرمو په اړه فکر کاوه چې موږ یې چې په خپلو کمپیوټرونو او وسلو کې یې کاروو. او رښتیا خبره دا ده چې لا هم پرې فکر کوو، ځکه موږ یوې ناوړې خوشحالۍ ته روږدي شوي یو، داسې خوشحالي چې د همدې موادو غوښتنه کوي.

موږ په دې فکر کې وو چې څنګه په پټه د اپینو له سوداګرۍ څخه بیا پیسې وګټو. او موږ په دې فکر کې وو چې څنګه افغانستان د منځنۍ اسیا د واکمنۍ لپاره د یوې لویې جیوپولیتیک ستراتیژۍ کې د یوې مهرې په توګه کار واخلو.

زه د هغو ظلمونو لپاره بخښنه غواړم چې زما حکومت، زما هېواد ستاسو په بې ګناه  وګړو کړي دي، او زه له تاسو غوښتنه کوم چې له موږ سره همکاري وکړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې حقیقت، بشپړ حقیقت، په خپل بشپړ شکل کې پیژندل شوی او لومړني ګامونه اخیستل شوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هغه میلیاردران چې دا یې پیل کړی باید هغه پیسې ورکړي چې دوی یې له دې جګړې څخه ترلاسه کړي ترڅو هغو افغانانو ته تاوان ورکړي چې ډیر زیان یې لیدلی دی.

دا ستاسو  عام کارکوونکی امریکایان نه وو چې د فتحې دا جګړه یې پلان کړې وه، که څه هم د افغانستان په غرونو کې هغه کارکوونکي وګړي مړه شول، نه بانکداران.

زه دلته تاسو ته د دې ویلو لپاره نه یم، د افغانستان عزتمنو خلکو، چې څنګه له دې مجرمینو څخه تاوان وغواړئ، مګر زه به ستاسو ترڅنګ ودریږم کله چې تاسو دا غوښتنه وکړئ.

نن زه دلته یم چې د هغه ټولو کارونو مسؤلیت په غاړه واخلم چې د متحده ایالاتو لخوا ترسره شوي، زموږ ټولو لخوا په ټولیزه توګه – حتی که موږ ټول جزئیات نه پوهیدو.

تاوان ورکول د حل یوه برخه ده. رښتیا ویل د حل یوه برخه ده. د افغانستان د پخواني او ژور دودونه درناوی کول، چې له امریکا ډېر زاړه او رېښه لرونکي دي، هم د حل یوه برخه ده.

خو پیسې د ټولو بدیو ریښه ده، پیسې هغه دلیل دی چې امریکا په لومړي سر کې پر افغانستان یرغل وکړ. پیسې د افغانستان ټولې ستونزې نشي حل کولی.

په امریکا کې مسؤلې کسان باید تاوان ورکړي، خو په همدې وخت کې، موږ باید بانکداران او میلیاردران، او د دوی جعلي خیریه موسسې او بنسټونه د افغانستان له ښو خلکو څخه څومره چې امکان ولري لرې وساتو.

افغانستان ته باید اجازه ورکړل شي چې خپله سخته خپلواکي وساتي؛ کروندګرو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپل خوراکي توکي وکري، او کسبګر ته یې اجازه ورکړل شي چې خپل فرنیچر پخپله جوړ کړي. افغانستان ته دا اړتیا نشته چې په زور د نړيوال سوداګریز نظام برخه وګرځول شي. دا اړتیا نلري چې ډیجیټل پیسې یا QR کوډونه وکاروي.

موږ امریکایان کولای شو له افغانستان څخه ډېر څه زده کړو چې په ژوند او مرګ کې څه مهم دي، د دې په اړه چې د خپل لنډ عمر پر مهال باید د څه لپاره هڅه وکړو، او د روحانيت په اړه د خپلو پوښتنو ځوابونه چېرته ومومو- هغه څه چې ستاسو خلکو په خورا عاجزۍ او بې رحمۍ سره د زرګونو کلونو لپاره ترسره کړي دي.

زه د امریکایانو او افغانانو ترمنځ په ټولو کچو کې د خبرو اترو هرکلی کوم، هغه خبرې چې د هر موضوع په اړه وي، دا به زموږ د هیوادونو ترمنځ د یوې بشپړې نوې اړیکې بنسټ وي، یو چې مساوي وي – که څه هم موږ ډېر څه زده کولو ته اړتیا لرو، او داسې اړیکه چې دواړه خواوې پکې یو بل ته ملاتړ ورکوي.

لکه څنګه چې متحده ایالات د ګڼو قومونو خلکو یو متنوع هېواد دی، همدارنګه افغانستان هم د بېلابېلو خلکو یوه هېود دی، او د  متحده ایالاتو  په څېر افغانستان هم “له ډېرو یو” جوړ شوی دی،  “اے پلیربس یونم”.

که هغه د مزار شریف ښکلې ښار او شین جومات وي، او که د پنجشیر دره، د افغانستان د پېړیو په اوږدو کې هېښوونکې ښکلا موږ ته تر ټولو ستر الهام راکوي.

راځئ چې له هغه څه څخه پیل وکړو چې موږکې مشترک دي، نه له هغه څخه چې موږ یې بېلېږو. راځئ چې له رښتیا او عدالت څخه پیل وکړو، نه له تکبر او ځان‌پرستۍ څخه. راځئ چې له همکارۍ څخه پیل وکړو، نه له سیالۍ او وحشت څخه.



ایمانوئل پاستریچ بلافاصله پس از پایان انتخابات ریاست‌جمهوری 2024، کار خود را به‌عنوان رئیس سینتر فار تورت پولیتکس محور در گرین لیبرتی آغاز کرد.

ایمانوئل از فبروری 2020 تا نوامبر 2024 به‌عنوان نامزد مستقل برای ریاست‌جمهوری رقابت کرد.

پاستریچ یکی از دو کاندید برای ریاست جمهوری در گرین پارتی ایالات متحده در سپتمبر 2023، همراه با کورنل وست بود. زمانیکه گرین پارتی ایالات متحده از شامل ساختن او در هر یک از فعالیت های خود یا ارائه رسمی او در اعلامیه های مطبوعاتی خود به عنوان یک کاندید، در نقض قوانین فرعی خود خودداری کرد، پاستریچ گرین پارتی را ترک کرد تا به عنوان یک مستقل کاندید شود.

پاستریچ کار خود را به‌عنوان پروفیسور فرهنگ آسیایی آغاز کرد و یکی از معدود روشنفکران در ایالات متحده است که به زبان‌های چینی، جاپانی و کوریایی تسلط دارد. او در سال 1998 به‌عنوان  دستیار پروفیسور در پوهنتون ایلینوی، اربانا–چمپین، تدریس را آغاز کرد. با این حال، حملات سیاسی علیه او در دوران حکومت بوش باعث شد که یک دورهٔ طولانی از آزار و پیگرد سیاسی پاستریچ در داخل ایالات متحده آغاز شود.

بالاخره، پاستریچ مجبور شد تا از 2005 در سفارت کوریا در واشنگتن دی‌سی کار کند بعد در 2007 به کوریا رفت جاییکه او انستیتوت آسیا را تأسیس کرد، یک اتاق فکر که به یک شیوه سازنده و علمی روابط طولانی مدت بین ایالات متحده و آسیای شرقی اختصاص داده شده بود.

پاستریچ در  ابتدای دورهٔ کاری خود تصمیم گرفت که بخاطریکه آسیا مجبور بود در جامعه بین المللی و در اقتصاد امریکا مرکزی شود، این برای نسل  آیندهٔ امریکایی ها مهم خواهد بود تا آسیا را بشکل دقیق درک نماید، و قادر به تعامل با آسیایی ها با همان سطح پیچیدگی باشد که آسیایی ها با امریکایی ها تعامل می‌کنند.

او یک لیسانس از کالج یل در ادبیات چینی، یک ماستری از پوهنتون توکیو در ادبیات تطبیقی، و یک دوکتورا از پوهنتون هاروارد در ادبیات آسیای شرقی دارد.